د اروپا په پارلمان کې د ایرلنډ استازی:
امریکا، اسرائیل او ملګرو یې د ترهګرو ملاتړ دي
د اروپا په پارلمان کښې د ایرلنډ د جمهوریت استازی مک والس په یمن کې د سعودی عربستان او اماراتو د عام وژنې په غندلو سره، وویل چي امریکا، اسرائیل او ملګرو یې له ټروریزم څخه ملاتړ کوي.
د اروپا په پارلمان کې د ایرلنډ د جمهوریت استازي مک والس په فرانسې کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د امریکې او ناټود ۲۰ کلنې جګړې، او په یمن کې د سعودي ائتلاف د یرغل او د فلسطینیانو په ضد د صهیونیست رژیم زور زیاتی په غندلو سره، وویل: د ملګرو ملتونو د یوې څېړنې پایلې ښيي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې د امریکا او ناټو د بریدونو او بمباریو ۴۵ سلنه قربانیان ماشومان دي.
مک والیس همدارنګه په اکراین باندې د روسیې بریدونه ناسمې وبللې او په دوام کې وویل: کله امریکا په عراق کې تر یو میلیون زیات ملکي وګړي ووژل ایا دا ترهګري نه وه؟ کله چې اسرائیل هره ورځ فلسطینیان تروروي او وژني، ایا دا ترهګري نه ده؟
هغه وویل: کله چې فرانسه، برتانیه او نورو اروپایي هیوادونو سعودی عربستان او امارات ته په یمن کښې د نسل وژنې لپاره وسلې ورکوی، هلته چي د ملګرو ملتو په وینا تر څلور سوه زره زیات انسانان وژل شوی او ۱۶ میلیونه انسانان له لوږې سره مخامخ دی آيا دا ترهګري نه ده؟
د اروپايي ټولنې د پارلمان دغه غړي د خپلو وېناو په پای کې د اروپایي پارلمان له استازو غوښتنه وکړه چي په حقیقت باندې د سترګو پټولو ته د پای ټکی کښیږدوي او په ریښتینې نړۍ کې ژوند پیل کړي.
میک والس همدارنګه تر دې مخکې په یو ټوییټ کې لیکلی وو چي اسرائیل رژیم د امریکې په ملاتړ سره، نسل وژنې ته مخه کړې او د فلسطینیانو په ضد یې جنایتونه پایلې نه لري.
دا په داسي حال کې دی چي امریکا، اروپایي هیوادونو او د هغوی عرب ملګرو په دوه ګوني چلند سره، په یمن او فلسطین کې د عامو وګړو په وژلو سترګې پټوي او په سوریې او عراق کې نیغ په نېغه له ترهګرو څخه ملاتړ کوي خو په نورو هیوادونو باندې په چټي پلمو سره ځانونه د بشري حقوقو د پرښتو په معرفي کولو سره، ظالمانه بندیزونه لګوي.