اوکراین د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه پیل کړي ده
فارس خبري اژانس وايي د روسیې دفاع وزارت وویل مونږ داسې اطلاعت لرو چې ښودنه کوي اوکراین د اټومي وسلو د ټیکنالوژۍ د ترلاسه کولو لپاره له بریتانیا سره تماسونه ټینګ کړي دي.
ناپیژاندو معتبرو سرچینو په تیرو ورځو کښې وویل اوکراین په خپل هیواد کښې د سخا بم(Dirty bomb) په نوم چاودنې ته اړونده په یوه لمسونکي اقدام کښې هڅه کوي چې روسیه له اټومي وسلو په استفادې تورنه کړي.
سخا بم یو ډول بم یا توغندی دی چې په راډیو اکټیو مواد ککړ وي او له غیر اټومي چاودنې په استفادې سره چاپیریال په اټومي وړانګو ککړوي.
د روسیې دفاع وزارت وویل مونږ داسې اطلاعات لرو چې ښي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د اټومي وسلو ټیکنالوژۍ د لاس ته د راوړلو لپاره د بریتانیا له استازیو سره یوشمیر تماسونه ټینګ کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت وویل د اوکراین لخوا د راډیو اکټیو موادو د جوړولو کار په اخري پړاو کښې دی.
دغه وزارت خبرداری ورکړی دی چې د یوه راډیو اکټیو بم چاودنه کولای شي تر څو زره مربع کلومیټرو پورې ځایونه په راډیو اکټیو موادو ککړ کړي.
د روسیې دفاع وزارت تینګار وکړ خپل ځواکونه یې د راډیو اکټیو بم چاودنې د شرایطو لپاره چمتو کړي دي.
په عین حال کښې د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف پرون د ماسکو د ځواکونو پرضد له یو ډول راډیو اکټیو بم څخه د استفادې کولو لپاره د اوکراین د چارواکو ګواښ حقیقي او جدي وباله.
هغه وویل د اوکراین رژیم ښکاره ګواښ وکړ چې له سخا بم څخه استفاده کوي او د روسیې دفاع وزارت هم لویدیځ ته دغه اطلاع ورکړي ده.
اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول اوس هم دوام لري.