پولینډ د اوکراین د لویديځ سیمې له ځان سره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122916-پولینډ_د_اوکراین_د_لویديځ_سیمې_له_ځان_سره_کوي
مهر خبري اژانس وايي د لوهانسک جمهوریت لوړرتبه ځايي چارواکي وویل پولینډ د لویدیځو هیوادونو په خواښې سره د اوکراین د لویدیځ د ځینو سیمو له خپلې خاورې سره یوځاې کول پیل کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2022 09:12 Asia/Kabul
  • پولینډ د اوکراین د لویديځ سیمې له ځان سره کوي

مهر خبري اژانس وايي د لوهانسک جمهوریت لوړرتبه ځايي چارواکي وویل پولینډ د لویدیځو هیوادونو په خواښې سره د اوکراین د لویدیځ د ځینو سیمو له خپلې خاورې سره یوځاې کول پیل کړي دي.

د لوهانسک جمهوریت لوړرتبه ځايي چارواکي رودیون میروشنیک وویل: پولینډ هڅه کوي چې په چپتیا سره د اوکراین د لویدیځ سیمې له خپلې خاورې سره یوځاې کړي او بې شکه په دې زمینه کښې له لویدیځو هیوادونو سره  موافقه شوي ده.

هغه وویل د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په دغه کار کښې مشارکت لري.

د اوکراین په ختیځ کښې د روسیې لخوا دغه ځايي ټاکل شوي چارواکي مخکې هم ټینګار کړی و چې پولینډ له مخکې څخه د اوکراین د لویدیځ د ځینو سیمو د راتلونکي د برخلیک په هکله خاص پروګرامونه او موافقې ترسره کړي دي.

په تیرې اپریل میاشت کښې هم د روسیې د خارجي استخباراتي ادارې مشر سرګي ناریشکن ویلي وو د ترلاسه شویو راپورونو پراساس امریکا او پولینډ په داسې پلانونو کار پیل کړی دی چې پولینډ به د اوکراین په لویدیځ کښې په خپلو تاریخي ټاټوبو باندې پوځي او سیاسي کنټرول ټینګ کړي.

د اوکراین او د لویدیځو هیوادونو چارواکو تراوسه دغه خبر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی او پولینډ هم په دې هکله چپتیا غوره کړي ده.