ملګروملتونو د بي بي سي خبریال ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123146-ملګروملتونو_د_بي_بي_سي_خبریال_ته_خبرداری_ورکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د سفیر او د استازي په هکله په ملګروملتونو کښې د امریکا د ایران ضد غونډې په څنګ کښې د بي بي سي د فارسۍ ژبې ټیلي ويژن غیر حرفه اي کړچار د دغه ټیلي ويژن خبریال ته د ملګروملتونو د خبرداري د ورکولو سبب شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 05, 2022 02:25 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د بي بي سي  خبریال ته خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د سفیر او د استازي په هکله په ملګروملتونو کښې د امریکا د ایران ضد غونډې په څنګ کښې د بي بي سي د فارسۍ ژبې ټیلي ويژن غیر حرفه اي کړچار د دغه ټیلي ويژن خبریال ته د ملګروملتونو د خبرداري د ورکولو سبب شو.

په تیرې چهارشنبې ورځ په ملګروملتونو کښې د امریکا او د هغې د ملاتړو د ایران ضد غونډه د ترسره کیدا په حال کښې وه چې په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازی او سفیر امیر سعید ایرواني د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو د بیانولو لپاره د خبریالانو په ټول کښې حاضر شو.

په دغه خبري غونډې کښې د ایران د سفیر ارامښت د بي بي سي د فارسۍ ژبې د ټیلي ويژن د خبریال غصه راوپاروله او هغه په شورماشور جوړولو او د ایران پرضد د ناروا تورونو په لګولو سره هڅه وکړه چې د خلکو پام ځان ته جلب کړي.

په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د ملګروملتونو په مرکز کښې چې د دغه ارګان د غړیو ترمینځ د سولې او د پیوستون ځای دی د بي بي سي فارسۍ ژبې د ټيلي ويژن د خبریال له نزاکت او ادب څخه د لیرې کړچارونو په خاطر  د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند اسټیفان ډوجاریک ته ګله وکړه او د دا ډول کړچارو د نه تکراریدا غوښتنه یې وکړه.

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له اقدام وروسته دغه نړیوال ارګان د بي بي سي فارسۍ ژبې د ټیلي ويژن خبریال ته خبرداری ورکړ.