روسیې د ایران ضد پریکړه لیک ناجایز وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124044-روسیې_د_ایران_ضد_پریکړه_لیک_ناجایز_وباله
زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو او په جینیوا کښې دیره په نورو نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي ګنادي ګاتیلوف د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د ایران ضده پریکړه لیک تصویبیدا ته په اشارې سره هغه یو ناجایز اقدام وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2022 00:42 Asia/Kabul
  • روسیې د ایران ضد پریکړه لیک ناجایز وباله

زمونږ خبریال وايي په ملګروملتونو او په جینیوا کښې دیره په نورو نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي ګنادي ګاتیلوف د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د ایران ضده پریکړه لیک تصویبیدا ته په اشارې سره هغه یو ناجایز اقدام وباله.

د ملګروملتونو د بشري حقوقو شورا په جینیوا کښې له بلواو په ملاتړ کښې د ایران د بشري حقوقو د حالت د غندلو په هدف سره یوه غونډه وکړه او له دې سره سره چې ډیرو لویدیځو هیوادونو په خپلو دوه ګوڼه معیارونو کښې د ایران  د بشري حقوقو په سیاستونو باندې نیوکه وکړه خو ځینو هیوادونو د بشري حقوقو شورا د دوه ګوڼه معیارونو پرمخ بیولو تورنه کړه.

په ملګروملتونو او جینیوا کښې دیره په نورو نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي ګنادي ګاتیلوف په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو د بشري حقوقو د شورا د ایران ضد پریکړه لیک صادریدل د ماسکو له نظره غیرقانوني دي وویل دغه پریکړه لیک د دغو اقداماتو پرځاې چې د هغوې د دوه ګوڼه معیارونو ښکاره بیلګه ده د خپلو هیوادونو په مشکلاتو باندې تمرکز وکړي.