روسیې له سپوږمکیو د استفادې په هکله اوکراین ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124278-روسیې_له_سپوږمکیو_د_استفادې_په_هکله_اوکراین_ته_خبرداری_ورکړ
روسیا الیوم ټيلي ويژن راپور ورکړ د روسیې خارجه وزارت د اوکراین په جنګ کښې له غیر پوځي سپوږمکیو د استفادې په هکله کي یف ته خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2022 02:16 Asia/Kabul
  • روسیې له سپوږمکیو د استفادې په هکله اوکراین ته خبرداری ورکړ

روسیا الیوم ټيلي ويژن راپور ورکړ د روسیې خارجه وزارت د اوکراین په جنګ کښې له غیر پوځي سپوږمکیو د استفادې په هکله کي یف ته خبرداری ورکړ.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت د اوکراین په جنګ کښې له غیر پوځي سپوږمکیو څخه د استفادې په هکله کي یف ته د خبرداري په ترڅ کښې ټینګار وکړ ممکنه ده چې په دغو سپوږمکیو باندې چې په جنګ کښې د اوکراین د ځواکونو د ملاتړ کولو لپاره کارول کیږي بریدونه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویل نړیواله ټولنه باید د اوکراین دا ډول اقدامات په کلکه وغندي.

د اوکراین جنګ له ټولو پراخو سیاسي، پوځي ، اقتصادي او ټولنیزو پایلو سره سره لسمې میاشتې ته ورداخل شوی او اوکراین ته د امریکا د انګلستان د فرانسې او د جرمني وغیره په شمول د اروپايي هیوادونو د وسلو او د ترهګرو کسانو د استولو کار هماغه راز دوام لري.

اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د بایکاټونو په زیاتولو او اوکراین ته د ډول ډول درنو او د سپکو وسلو په استولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات یې د روسیې او د اوکراین ترمینځ جنګ زیات کړی دی.