امریکا باید د افغانستان غلا شوې پیسې ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125190-امریکا_باید_د_افغانستان_غلا_شوې_پیسې_ورکړي
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي واسیلي نبنزیا وویل امریکا باید د افغانستان له خلکو غلا کړې شوي پیسې بیرته کابل ته ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2022 01:24 Asia/Kabul
  • امریکا باید د افغانستان غلا شوې پیسې ورکړي

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي واسیلي نبنزیا وویل امریکا باید د افغانستان له خلکو غلا کړې شوي پیسې بیرته کابل ته ورکړي.

د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه په افغانستان کښې د جمهوري نظام له نسکوریدا او واک ته د طالبانو له بیا رسیدا وروسته په امریکا او اروپايي هیوادونو کښې د افغانستان کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړې شول چې اوه میلیارډه ډالره یې یوازې د امریکا په بانکونو کښې دي.

په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي وسیلي نبنزیا امریکا او د هغې ملګرو ته په خطاب کښې وویل تاسو باید د افغانستان له خلکو څخه غلا کړې شوي پیسې بیرته دغه هیواد ته وګرځوئ او نور کسان په افغانستان کښې د تاسو غلطیانو جبرانولو ته مجبوره نکړئ.

د افغانستان د خلکو د شتمنیو د کنګل کیدا په وجه دغه هیواد له ډیرو مشکلاتو او دغه راز د بیکارۍ د لوږې او د بې وزلۍ له پراخې څپې سره مخامخ شوی دی.

امریکا په افغانستان کښې نه یوازې امنیت ټینګ نکړ بلکې هلته او په ټوله سیمه کښې یې ترهګرۍ او نشه ییز مواد زیات کړل او د سیمې د هیوادونو لپاره یې ډیر مشکلات رامینځته کړل.

امریکا د ترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مرسته کونکي ده.