د امریکا حکومت د افغانستان طالبانو ته ګواښ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125198-د_امریکا_حکومت_د_افغانستان_طالبانو_ته_ګواښ_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د افغانستان په طالبانو باندې د دباونو د زیاتولو ګواښ وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2022 02:18 Asia/Kabul
  • د امریکا حکومت د افغانستان طالبانو ته ګواښ وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د افغانستان په طالبانو باندې د دباونو د زیاتولو ګواښ وکړ.

د نیډ پرایس دغه دریځ د افغانستان په کورنیو چارو کښې د امریکا د بې ځایه لاسوهنې یوه بله بیلګه ده.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیډ پرایس ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت د افغانستان او د دغه هیواد د خلکو په وړاندې د خپلو ژمنو په اجرا کولو کښې ناکامه دی او امریکا په همدې علت په طالبانو باندې دباونو زیاتوي.

نیډ پرایس ادعا وکړه چې د افغانستان طالبان په ښکاره ډول د تورنو کسانو په سزا کولو سره په افغانستان باندې د خپلې سلطې مخکني پړاو ته ورستنیږي.

د بشري حقوقو په تیره بیا د ښځو د حقوقو رعایتول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې یو اصلي شرط دی.

خو طالبانو ډلې واک ته له رسیدا وروسته له شپږم ټولګې څخه د بره ښځینه زده کونکو لپاره په زده کړې بندیز لګولی او له ورکړل شویو ژمنو سره سره یې تراوسه د دغه مشکل د حل کولو لپاره هیڅ ګام نه دی پورته کړی.