رونالډو د عربستان په النصر فوټبال کلب کښې شامل شو
کرسټیانو رونالډو د سعودي عربستان په النصر ټيم کښې شامل شو
مارکا اسپانیايي خپرندوې ولیکل: د پرتګال د فوټبال مشهور ستوری او د مانچسټر یونایټډ پخوانی لوبغاړی کرسټیانو رونالډو د سعودي عربستان په النصر ټيم کښې شامل شو
کرس رونالډو د النصر ټیم سره د ملګري کیدو لپاره د دغه کلب له مدیرانو سره موافقې ته رسیدلی او له دې وروسته به د دغه ټیم په جامه کښې میدان ته کوزیږي.
د مارکا د خبر له مخې، له النصر سره د رونالډو د تړون موده به دوه نیم فصله وي چې د هر فصل لپاره به ۲۰۰ میلیون یورو ترلاسه کړي.
له بلې خوا د ایټالیا مشهور خبریال په پاریس کښې د پاتې کیدو لپاره د فوټبال د ارجنټایني ستوري د پاتې کیدو له ابتدايي موافقې خبر ورکړ
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې مشهور خبریال فابریتزیو رومانو خبر ورکړی چې لیونل مِسي تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خپل تړون د نوې کولو لپاره له پاري سن ژرمن کلب سره زباني موافقې ته رسیدلی دی او مذاکرات یې تراوسه دوام لري.