امریکا له پاکستان سره مالي مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125368-امریکا_له_پاکستان_سره_مالي_مرسته_کوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل امریکا له افغانستان سره د سرحدي امنیت د پیاوړي کولو لپاره له اسلام اباد سره مالي مرسته کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2022 08:02 Asia/Kabul
  • امریکا له پاکستان سره  مالي مرسته کوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل امریکا له افغانستان سره د سرحدي امنیت د پیاوړي کولو لپاره له اسلام اباد سره مالي مرسته کوي.

له پاکستان سره د امریکا د مالي مرستې دغه اعلان په داسې حال کښې دی چې د افغانستان په شمول د سیمې د مسائیلو په هکله د اسلام اباد او د واشنګټن اړیکې له تاوتریخوالي سره مخ دي په دې ډول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري څه موده مخکې په پاکستان کښې د ترهګرو ډلو د امنه مرکزونو د شتون په هکله د امریکا ادعا رد کړي وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وویل امریکا ته وروستي سفر کښې د امریکا دوو لوړرتبه سناتورانو باب مننډز او لینډسي ګراهم راته وویل چې د واشنګټن د راتلونکي کال په بودجې کښې له افغانستان سره د سرحدي امنیت د پیاوړي کولو لپاره له پاکستان سره مالي مرستو ته پام کړی شوی دی.

پاکستان او افغانستان تل د سرحدي مسائیلو په هکله شخړه لري په دې ډول چې په تیرو څو ورځو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ په سرحدونو کښې نښتې شوي دي او یوشمیر کسان پکښې مړه او ژوبل شوي هم دي.