روسیې د اوکراین د وسلو څو مرکزونه ویجاړ کړي دي
الجزیرې ټيلي ويژن راپور ورکړ د روسیې دفاع وزارت په اوکراین کښې د ماسکو په پوځي عملیاتو کښې د وسلو د ګودامونو او د حکومتي عسکرو د کنټرول د څو مرکزونو د تباه کیدا خبر ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت وویل په دونتسک ، خارکیف او زاپروژیا سیمو کښې یې په پوځي عملیاتو کښې د اوکراین د وسلو څو ګودامونه او د حکومتي عسکرو د کنټرول پینځه مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د اوکراین جنګ له تیرو لسو میاشتو څخه روان دی او دغه هیواد ته د امریکا او د نورو اروپايي هیوادونو لخوا د وسلو او د ترهګرو ډلو استول دوام لري.
اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د بایکاټونو په زیاتولو او کي یف ته د ډول ډول سپکو او د درنو وسلو په استولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمیدا لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې په دغه هیواد کښې یې له مخکې څخه زیات د جنګونو د زیاتولو کوشش کړی دی.
روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د امریکا او د اروپايي هیوادونو لخوا د وسلو استول نه یوازې د جنګ د اوږیدا سبب کیږي بلکې د نااټکل وړ پایلې هم په ځان پسې لري.