ونزویلا: نړۍ یوې کلتوري انقلاب ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i162404-ونزویلا_نړۍ_یوې_کلتوري_انقلاب_ته_اړتیا_لري
پارس‌ ټوډی- د ونزویلا ولسمشر د سې‌شنبې په ورځ وویل، لاتینې امریکا، کارابین او نړۍ یوې پیاوړې کلتوري انقلاب ته اړتیا لري چې د انسانیت غوره ارزښتونه بیا راژوندي کړي.
(last modified 2025-07-15T04:36:25+00:00 )
Jul 15, 2025 09:05 Asia/Kabul
  • ونزویلا: نړۍ یوې کلتوري انقلاب ته اړتیا لري

پارس‌ ټوډی- د ونزویلا ولسمشر د سې‌شنبې په ورځ وویل، لاتینې امریکا، کارابین او نړۍ یوې پیاوړې کلتوري انقلاب ته اړتیا لري چې د انسانیت غوره ارزښتونه بیا راژوندي کړي.

نیکولاس مادورو ټینګار وکړ چې ونزویلا د یوې نوې انساني تمدن د جوړولو پلوی دی، چې په تاریخ او ارزښتونو ولاړ وي او دا د تعلیم، کلتور او ټولنیزو توقعاتو په برخه کې بنسټیز بدلونونه تضمینوي.

د ونزویلا د دولت مشر زیاته کړه چې د ونزویلا خلک د ملي دولت په ملاتړ هغه څه کوي چې سم یې بولي او د هوګو چاوز میراث ته دوام ورکوي، هغه چې د ۲۱مې پېړۍ د بولیواري، انسان‌پالنې، مسیحي او سوسیالیستي کلتوري انقلاب پیلوونکی و.