د ترکیې خارجه وزیر له سوريي همڅنګ سره کتنه کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو ادعا وکړه چې د روسیې له خارجه وزیر سرګي لاوروف سره مو په تماس کښې فیصله کړي ده چې د سوریې او د ترکیې د چارواکو ترمنځ یوه غونډه جوړه کړو کومه به چې احتمالا د جنورۍ د میاشتې په نیمايي کښې ترسره شي.
د روسیې دفاع وزارت په تیرې چهارشنبې ورځې په یوې بیانیې کښې ویلي وو چې د سوریې او د ترکیې دفاع وزیرانو له یولس کلونو وروسته په ماسکو کښې له یوبل سره کتنه کړي ده.
د ترکیې دفاع وزیر خلوصي اکار د سوریې له دفاع وزیر سره د چهارشنبې ورځې له کتنې وروسته وویل د شرایطو د برابریدا په بڼه کښې ممکنه ده چې د سوریې او د ترکیې ولسمشران له یوبل سره کتنه او خبرې وکړي.
د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو پرون په برازیل کښې په یوه خبري کانفرنس کښې ادعا وکړه د سوریې له خارجه وزیر سره به دوه اړخیزه کتنه احتمالا د جنورۍ د میاشتې په نیمايي کښې وشي.
هغه وویل د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف د ترکیې د سوریې او د روسیې ترمینځ د درې اړخیزه غونډې د ترسره کیدا غوښتنه کړي ده.
د ویلوده چې ترکیه له سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، صهیونسټ رژیم، اردن ، امریکا ، بریتانیا ، فرانسې ، جرمني او نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې په سوریې او عراق کښې د ترهګرو ډلو ستره ملاتړي ده.