روسیې د اوکراین ګڼ شمیر پوځیان وژلي دي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د روسیې دفاع وزارت په بیلابیلو چورلیزونو کښې د اوکراین د یوشمیر نورو پوځیانو د وژل کیدا او د هغوې د ځینو پوځي وسلو د تباه کیدا خبر ورکړ.
د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې کوپیانسک سیمې ته نږدې په جنګونو کښې د ماسکو پوځیانو د اوکراین څه د پاسه څلویښت عسکر وژلي او د هغوې درې زغرګاډي او درې ټرکونه یې هم تباه کړي دي.
د روسیې پوځ دغه راز په خارکیف سیمه کښې د اوکراین دوې استخباراتي او ورانکارې ډلې هم له مینځه یوړې.
د روسیې دفاع وزارت په خپل راپور کښې وویل د ماسکو پوځیانو کراسني لیمان سیمې ته نږدې په جنګونو کښې د اوکراین څه د پاسه یوسل شل پوځيان ووژل او دغه راز د هغوې څلور زغرګاډي، درې پک اپ ګاډي او دوه نور ګاډي یې هم تباه کړل.
د روسیې پوځي چارواکو وویل چې د ماسکو پوځیانو دونتسک سیمې ته نږدې د اوکراین کابو نوي عسکر وژلي او د هغوې دوه ټانکونه، پینځه زغرګاډي او اوه نور ګاډي یې هم تباه کړي دي.
د روسیې عسکرو د اوکراین د توپونو په دوه اویا مرکزونو هم بریدونه وکړل او په زاپروژیا سیمه کښې یې د اوکراین د توپونو د مهماتو څلور ګودامونه تباه کړل.