له افغانستانه د وتلو هدف د اوکراین مرسته کول وو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126062-له_افغانستانه_د_وتلو_هدف_د_اوکراین_مرسته_کول_وو
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت شورا سیکرټر نیکولای پاتروشیف وویل له افغانستان څخه له وتلو د امریکا هدف له روسیې سره د مقابلې لپاره د اوکراین ځواکونو ته روزنه ورکول وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2023 08:27 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د وتلو هدف د اوکراین مرسته کول وو

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د ملي امنیت شورا سیکرټر نیکولای پاتروشیف وویل له افغانستان څخه له وتلو د امریکا هدف له روسیې سره د مقابلې لپاره د اوکراین ځواکونو ته روزنه ورکول وو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې له اوکراین سره د څلور څلویښت اعشاریه نه میلیارډه ډالرو په شمول د هیواد یو اعشاریه اوه ټریلیونه د بودجې لایحه تصویب کړه.

د امریکا خارجه وزیر انتوني بیلنکن هم مخکې ویلي وو که چیرې امریکا له افغانستان څخه نه وتلئ نو نه یې شو کولای له اوکراین سره د مرستې لپاره زیاته بودجه بیله کړي.

د روسیې د امنیت شورا سیکرتر نیکولای پاتروشیف د انتوني بیلنکن دغه څرګندونې  په اوکراین باندې د تمرکز لپاره له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د ناڅاپه وتلو په هکله د خپلو خبرو تائیدیدل وباله.

پاتروشیف زیاته کړه په هغو میلیارډونو ډالرو سربیره چې د امریکا خارجه وزیر  انتوني بلینکن ورته اشاره وکړه په افغانستان کښې د امریکا ځینې وسلې اروپايي هیوادونو په تیره بیا پولینډ هیواد ته انتقال شوې او اروپايي هیوادونه وتوانیدل له دې لارې د اوکراین له حکومت سره پوځي مرسته وکړي.

امریکا او د هغې ملګرو د افغانستان له شل کاله نیواک وروسته خپل پوځيان له دغه هیواده وویستل.

په افغانستان باندې د امریکا او د اروپايي هیوادونو او ناټو لشکرکشۍ په افغانستان کښې د ترهګرۍ د جنګ د ناامنۍ او د بې ثباتۍ له زیاتیدا او د زرګونو بې ګناه خلکو له وژل کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلي.