د فلسطین ښاریز د ورځپاڼو زرګونو ګڼې لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126136-د_فلسطین_ښاریز_د_ورځپاڼو_زرګونو_ګڼې_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین له یوه ښاریز سره د معلوماتو په سترې خزانې کښې د ورځپاڼو پینځویشت زره ګڼې شته.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2023 12:41 Asia/Kabul
  • د فلسطین ښاریز د ورځپاڼو زرګونو ګڼې لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د فلسطین له یوه ښاریز سره د معلوماتو په سترې خزانې کښې د ورځپاڼو پینځویشت زره ګڼې شته.

د فلسطین د غزې تړانګې وسیدونکي طلال طحه په دغه ډیجټیل پړاو کښې هم له ورځپاڼو سره خدای په امانۍ کولو ډډه کړي ده.

د فلسطین دغه ښاریز طلال طلحه له تیرو پنځوسو  کلونو راهسې د ورځپاڼو ګڼې راغونډوي او اوس ټول خلک هغه د «ورځپاڼو والا» نوم اخلي.

د فلسطین دغه ښاریز وویل چې په لاس کښې د ورځپاڼې په نیولو سره د لوستلو خوند یو بل ډول دی.

د فلسطین دغه ښاریز له نولس سوه اویایم میلادي کال راهسې د ورځپاڼو د ګڼو راغونډول پیل کړي دي او اوس هم د هغه کور ته د فلسطین څلور ورځپاڼې راځي چې پکښې القدس، الایام ، النهر او فلسطین شامل دي.

د فلسطین دغه ښاریز طلال طلحه د ورځپاڼو له لوستلو مخکې په هغو باندې خپل نوم ، ټیلي فون شمیره او ادریس لیکي.

د فلسطین دغه ښاریز زیاتوي چې د ورځپاڼو د ګڼو له راغونډولو سره زما مینه او دلچسپي د کیمپ ډیویډ د تړون او د نولس سوه درې اویایم میلادي کال د اکتوبر د جنګ په وخت کښې پیدا شوه.

څوک چې د فلسطین دغه ښاریز طلال  طحه ته وايي چې د ورځپاڼو پړاو نور ختم شوی دی نو هغه په ځواب کښې نوموړي سړي ته وايي چې د ستا پړاو ختم شوی دی.

هغه وايي د ورځپاڼې لوستل د موبائیل ټیلي فون د تصویر له لیدو سره ډیر فرق لري او زیاتوي تاسو هر ډول پخوانۍ ورځپاڼه واخلئ هغه له تصویرونو څخه ډیره مختلفه ښکاري.

د فلسطین له دغه ښاریز سره په بیلابیلو پړاونو کښې ملاو شوي درې زره بلن لیکونه هم شته.