ناټو او لویدیځ د اوکراین له لارې له روسیې سره جنګیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126446-ناټو_او_لویدیځ_د_اوکراین_له_لارې_له_روسیې_سره_جنګیږي
الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په خپل کلني خبري کانفرنس کښې د اوکراین په وسیله د ماسکو پرضد د ناټو تړون د ترکیبي جنګ خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2023 01:16 Asia/Kabul
  • ناټو او لویدیځ د اوکراین له لارې له روسیې سره جنګیږي

الجزیرې ټیلي ويژن راپور ورکړ د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په خپل کلني خبري کانفرنس کښې د اوکراین په وسیله د ماسکو پرضد د ناټو تړون د ترکیبي جنګ خبر ورکړ.

هغه وویل هغه څه چې په اوکراین کښې رامینځته کیږي د روسیې پرضد د یوه ترکیبي جنګ د پیلولو لپاره د امریکا او د هغې د ګوډاګیانو یعني ناټو تړون او د لویدیځو هیوادونو د مقدماتي کارونو نتیجه ده.

سرګي لاوروف دغه راز وویل په ډیرو رسنیو او ټولنو کښې ویل کیږي چې په اوکراین کښې د روسیې پوځي عملیات په نړۍ کښې د اوسنیو اقتصادي حالاتو عامل دي خو د پیسو د نړیوال صندوق ، د نړیوال بانک د خواړو د نړیوال پروګرام او د نورو موسسو راپورونو له دغو پوځي عملیاتو مخکې په نړۍ کښې د اقتصادي کړکیچونو خبره کړي وه.

هغه وویل د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا او د هغې د ملګرو هیوادونو د کړچارونو په وجه د نړۍ د اقتصادي حالاتو د خرابیدا خبره کړي وه.

یولس میاشتې کیږي چې د اوکراین جنګ دوام لري او دغه هیواد ته د امریکا د بریتانیا د فرانسې د جرمني د اسټرالیا او د نورو اروپايي هیوادونو لخوا د ډول ډول درنو او سپکو وسلو او دغه راز د ترهګرو استول دوام لري.