د بریتانیا سلګونو پولیس د جنسي استفادې په وجه ایستل کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126450-د_بریتانیا_سلګونو_پولیس_د_جنسي_استفادې_په_وجه_ایستل_کیږي
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی د بریتانیا د پولیسو یوه چارواکي د ناوړه جنسي استفادې په جرم د سلګونو پولیسو د ایستلو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 19, 2023 05:11 Asia/Kabul
  • د بریتانیا سلګونو پولیس د جنسي استفادې په وجه ایستل کیږي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی د بریتانیا د پولیسو یوه چارواکي د ناوړه جنسي استفادې په جرم د سلګونو پولیسو د ایستلو خبر ورکړ.

د لندن د پولیسو مشر مارک رولي په دې خبرې سره چې سلګونو پولیس ځواکونه به د ناوړه جنسي استفادې په جرم له کارونو لیرې کړې شي وویل د ناوړه جنسي استفادې په څه د پاسه زرو(۱۰۰۰) موردونو سره د کابو اته سوه پولیس افسرانو او د کورنۍ د تاوتریخوالي راپورونو ته د بې پامۍ په هکله تحقیقات روان دي.

د بریتانیا پولیس له تیرو کلونو راهسې له ډیرو رسوایانو سره مخامخ شوي دي.

د بریتانیا د پولیسو د جنسي جنایتونو او د اخلاقي رسوایانو دوسیه په تیرو اولسو کلونو کښې په دغه هیواد کښې یو تر ټولو جنجالي جنسي تیري مورد ګڼل کیږي.

بل خبر دا چې د انګلستان په لسګونو زره نرسانو د کار په شرایطو او د خپلو معاشونو په کمیدا باندې د اعتراض په دوام کښې په یوه میاشت کښې د دریم ځل لپاره کاربندیز وکړ او د سلامتیا نظام یې د نسکوریدا په درشل کښې وروست.

د بریتانیا د پینځه پنځوسو د درملنې مرکزونو نرسانو له پرون سهار څخه کاربندیز وکړ او ویې ویل دغه کاربندیز به دیارلس ساعته دوام وکړي.

د بریتانیا نرسان په هیواد کښې له انفلاسیون سره متناسب د خپلو معاشونو د زیاتیدا غوښتنه کوي.

د بریتانیا نرسان به نن هم له سهار اوه نیمې بجې څخه د شپې تر اته نیمې بجې پورې کاربندیز وکړي.

د بریتانیا نرسان دغه راز اراده لري چې د راتلونکي فرورۍ میاشتې په شپږمه او اومه نیټه هم په درې اویا روغتیايي مرکزونو کښې کاربندیز وکړي.