ایټمې جګړه ګټونکې نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126536-ایټمې_جګړه_ګټونکې_نه_لري
د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي په دې باندې په ټینګار سره، چي باید په اکراین کې د ایټمې جګړې مخنیوی وشي، وویل: ایټمې جنګ هیڅ ګټونکی نه لري او باید تر سره نه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2023 03:53 Asia/Kabul
  • ایټمې جګړه ګټونکې نه لري

د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي په دې باندې په ټینګار سره، چي باید په اکراین کې د ایټمې جګړې مخنیوی وشي، وویل: ایټمې جنګ هیڅ ګټونکی نه لري او باید تر سره نه شي.

د ایټمې انرژیو د نړیوال اژانس سرمنشي رافائل ګروسي د فاکس نیوز له خبري چېنل سره په مرکه کې د روسیې د امنیت شورا د مرستیال دیمیتري مدودوف د وېناو په ځواب کې چي ویلې وه، په ایټمې وسلو سمبال هیوادونه د اکراین په جنګ کې ښکېل دي، وویل: ایټمې جنګ هیڅ ګټوونکی نه لري او ورڅخه باید مخنیوی وشي.

څو ورځې وړاندې د لوېدیځو هیوادونو مشران په سویټزرلنډ کې د داووس په غونډه کې ویلي وه چي باید روسیې ته د اکراین په جنګ کې ماته ورکړو، د روسیې د امنیت شورا مرستیال مدودوف په ټلګرام کې د دې خبرو په غبرګون کې ولیکل: په ایټمې وسلو سمبال زبر ځواک هیوادونه په جګړو کې هیڅکله ماته نه خوري ځکه د جنګ برخلیک د هغوی له پرېکړي سره تړاو لري، د لوېدیځو هیوادونو مشران باید په دې باندې پوه شي.

هغه ټینګار کړی چي د لوېدیځو هیوادونو سیاسي مشران د دې سوچ هم نه کوي چي په یوه متعارفه جګړه کې د یو ایټمې زبرځواک ماته کولایشي د ایټمې جنګ د رامینځ ته کېدو سبب شي.

د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم د مدودوف د خبرو پخلی کړي او ویلي چي د هغه خبرې د روسیې له ایټمې دفاعې نظریې سره سمون خوري. هغه لوېدیځوالو ته ویلي چي د روسیې ایټمې نظریه ولولئ، د مدودوف خبرې له هغه سره په ټکر کې نه دي.

کارپوهان په دې باور دي چي د اکراین په جنګ د ناټو او د امریکې د هلو ځلو په صورت کې د روسیې ماته کولایشي، مسکو د ایټمې وسلو کارولو ته مجبوره کړي.