د تهران او ځينو نړیوالو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤنو ځيني بهرني مطبوعات به هم ستاسوخدمت ته وړاندې شي.هیله ده داستفادې وړ مو ګرځي.
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي،داسلامي انقلاب معظم لارښود دتهران په امام خمینی امامباړې کې د کورنیو صنعتي توانمنیو په نندارتونو کې تر درو ساعتونو پورې د ایران د اسلامی جمهوریت په مختلفو حوزو کې د داخلی محصولاتو او تولیداتو بریاؤ لیدنه کړې .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې پر صهیونیسټانو رڼا ورځ تورتم شوي او له ۲۴ساعتونو هم په کم وخت کې دمقاومتي مبارزانو په دوو اشتشهادي عملیاتو اته صهیونیسټان هلاک او کابو اتلس نور ټپیان شوي دي.
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف چې د اسلامی ملګرتیا موسیې دغړو هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانو په غونډې کې د ګډون لپاره الجزایر ته تللی په یولړ څرګندونو کې ووئيل، دالجزایر غونډه د اړیکو دپیاوړتیا او د اسلامی هیوادونو د وحدت او یووالي لپاره ښه فرصت دی.
د امریکائي پولیسو د پنځو مامورانو په لاس په ممفیس واټ کې یو بل تورپوستی تایر نیکولز په بوږنونکي ډول او په وهلو ټکولو سره خپله سا ورکړه.البته ددغو تورپوستو د بوږنونکو وژلو له امریکائي مامورانو هیڅوک تپوس نشي کولیږ
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،دبحرین خبری سرچینو راپور ورکړی،په داسې حال کې چې په زیاتره اسلامی هیوادونو کې په اروپائي هیوادونو کې دقرآن کریم او اسلامی مقدساتو د سپکاویو په ضد پراخې مظاهرې او اعتراضونه ترسره کیږي،آل خلیفه رژيم په درست بحرین کې په دې اړه په هر ډول مظاهرو او اعتراضونو بندیز لګولی دی .
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیّت په باب په داسې حال کې په یوه حیرانونکي راپور کې په دغه هیواد کې د صادراتو د زیاتیدا او د انفلیّشن د ډيرې کمیدا خبر ورکړی او طالب چارواکو ئې هم تود هرکلی کړی دی چې ددغه هیواد زیاتره خلک د خپلو لومړنیو ضرورتونو دپوره کولو لپاره دخپلو اولادونو خرڅولو ته اړ شوي دي.
دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په تهران کې د آذربایجان جمهوریت په سفارت کې د ډزو پيښه د یوه خاوند او ښځې کورنئ شخړې له امله رامینځةشوي چې پلټنې ئې روانې دي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د خوړو نړیوال اورګان د قخطۍ او خوړو د توکو د کمښت په دلیل د سورئې د میلیونونو خلکو د ژوند له خطرو سره دمخامخیدا په باب خبرداری ورکړی او وئيلي ئې دي ، لوږه د سورئې دمیلیونونو خلکو په تیره بیا د ماشومانو ژوند ګواښي.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني د فرانسې په سفر کې ټينګار کړی، عراق دبهرني پوځي ځواک ته ضرورت نه لري، البته له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په ډګر کې له نړیوال ائيتلاف سره ملګرتیا ته اړتیا لرو.
د سپینې ماڼۍ ویندوي جان کربی چې د سپينې ماڼۍ دملی امنیت د شورا دسټراټژيکو ارتباطاتو غږملونکی هم دی ، ووئيل امریکا له عربستان سره پخپلو اړیکو کې بیاکتنه کوي،البته تر دې دمه مو دغه اړیکې غوڅې کړي نه دي.
سان ورځپاڼه د ځينو خبری سرچینو له قوله مدعي شوي،د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دهغو وسلو د ترلاسه کولوپه بدل کې چې له افغانستانه د امریکا دوتلو په وخت طالبانو منګولو ته لویدلي دي ،د دغې ډلې د په رسمیّت پيژندلو لپاره له طالبانو سره په خبرو بوخت دی.
د افغانستانت د طالبانو موقته حکومت په یوه نوي فرمان کې ددغه هیواد د پوهنتونونو او د لوړو زده کړپه مرکزونو کې د نامو دثبتولو لپاره په کیدونکي کنکور امتحان کې د ښځو او انجونو پر ګډون بندیز ولګوۀ.
د پاکستان د مرکزي حکومت او اپوزیش لوري ترمینځ سیاسی ترینګلتیاوې یوه بحراني اوج ته رسیدلی او وئيل کیږي،که په راتلونکو څو اونیو دغه وضیعّت عادی حالت ته ونه ګرځي نو ښائي په دغه هیواد کې جمهوری پړاؤ یو ځل بیا پاي ته ورسیږي.
دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې له ۲۴ساعتونو هم په کمې مودې کې د فلسطینی دمقاومتي چورلیز مبارزانو پر صهیونیسټي تیریګرو تورتم جوړ شوی او په لسګونو صهیونیسټانو ته مرګ ژوبلې اوښتي چې وحشي ډوله صهیونیسټي چارواکي ئې لالهانده او سربداله کړي دي.
داهم جام جم آنلاین خپرونه ده چې پخپل ویب پاڼې ئې کې نن لیکلي دي، دایران د آذربایجان غربی ولایت مسئولانو وئيلي دي، بیګا نیمه شپه په خوي ولسوالۍ کې د پنځه اعشاریه نهه ریشتري زلزلې له امله درې کسان مړه او کابو اته نیم سوه نور ټپیان شوي دي او یو شمیر کلو او نورو ښارګیو هستوګنو سیمو ته تاوانونه اوښتي دي،وئيل کیږي ، دغو سیمو ته مرستې هماغه راز دوام لري او دشاوخوا ولایتونو څخه ورته مرستندویه ادارې خپل کمکي ځواکونه او تجهیزات رسوي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت دفاع وزارت په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، په اصفهان کې ددغه وزارت په یو مرکز په یوې ناکامې حملې کې ددفاعي او مخه نیونکي توغندوي سسټمونو په شیشت کې د درو ډرونز مرغانو پنجې ښخې شوي او په ټکه نسکور شوي دي، په خبرتیا کې وئيل شوي دي ددغه ورکشاپ ودانۍ او تجهیزاتو ته هیڅ ډول تاوان نه دی رسیدلی او نه هم کومې مرګ ژوبلې پکې رامینځةشوي دي.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ویندوي په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، په غزې تړانګې د وحشي ډوله صهیونیسټانو د یرغلونو په ځواب کې هرډول عملیات او اقدامات د فلسطینیانو یو طبیعي حق دی او دا ثابتوي چې فلسطیني مبارزان د خپلې خاورې او خپل ملت ددفاع لپاره کلک هوډ او انګیزه لري.
د اروپائي اتحادئې دب هرني سیاست د کمیشن مسئول جوزف بورل د اروپا دموقتي شاتګ په یوه اقدام کې ووئيل ، دغه اتحادیه په محکمې کې له تشخیص پرته د ایران دسپاه پاسدارانو نامه د ترهه ګرۍ په لیسټ کې نشي شاملولی.
د امریکا د پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمب د پړاؤ خارجه وزیر مایک پمپئو په یولړ څرګندونو کې اعتراف کړی ، ټرمپ نیّت درلود په ونزویلا حمله کوي او ددغې موخې لپاره د دغه هیواد حکومت مخالفانو ته یو میلیارډ ډالر هم ورکړل شوي وو.
لویدیځي خبري رسندویو په دوه مخي کړچار کې له خپلې کرغیړنې او بې اساسه هویّتي بڼې پرده پورته کړې او په داسې حال کې ئې د اوکراین په جنګ کې له روسیې سره هر ډول ملګرتیا د جنګ غوښتنې مصداق بللې چې په دغه جنګ کې اوکراین ته د امریکا اولویدیځي هیوادونو د وسلو بې خرته لیږد انساني دوستي او سوله غواړی کړچار ګڼي.
اوس هم راګرځو د ځينو هغو بهرنیو خپرونو په لور چې د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب ئې لیکنې کړي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکوو،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.
مېل انلاین خپرونې،له افغانستانه د خلکو د ویستلو پر مهال د هغو زرګونوښځینه وکیلانو او قاضیانو په اړه یو مطلب خپورکړی چې د بریتانوۍ لیکوالې جې کې رولېنګ په مالي مرسته له دغه هېواده ویستل شوي دي.
ددغې خپرونې په مطلب کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په کې اګست کې کله چې امریکا او بريتانیا په بیړه له افغانستانه خپل عسکر وویستل،نو په زرګونو هغه وکیلانې، قاضیانې او څارنوالانې ئې شاته پرېښودې چې د مرګ له خطر ې سره مخ وې.
د خپرونې په ټکو هغه مهال د هرې پاتر اثر لیکوالې له دغو زرګونو ښځو سره مرسته وکړه چې له افغانستانه ووځي.مطلب کې وړاندې راځي، د مېرمن رولېنګ له دغې مرستې د بريتانیا د پارلمان د مشرانو جرګې په يوې ناسته کې یادونه شوې ده.
د بريتانیا د پارلمان د مشرانو جرګې یو غړي ډیویټ اتن وویل، مېرمن رولېنګ د بشري حقونو د یوې تجریه لرونکې وکیلې بارونیس هیلینا کینیډي سره یوځای له افغانستانه د ښځینه وکیلانو او قاضیانو په باسلو کې مرسته وکړه.
ډیویټ اتن د مرسته کوونکو په مننې سره زیاته کړې، په دې شخصي مرستو څه باندې ۵۰۰ تنه له افغانستانه ویستل شوي چې ۱۰۳ تنه يې وکیلانې وې.واشګټن پوسټ ورځپانې بیا په امریکا کې د عبدالواسع صافي په نوم د یوه پخواني افغان عسکر په اړه یو مطلب خپور کړی دی.
په مطلب کې وړاندې راځي، پخوانی افغان عسکر د جمعې په ورځ په ټکزاس کې له توقیفه ازاد شو او هیله لري چې په امریکا کې د مېشتېددو خوب به يې پوره شي.
د ورځپاڼې په ټکو، ۲۷ کلن صافی څو میاشتې وړاندې د تکزاس ایګل پاس ته نږدې د متحده ایالاتو او مکسیکو پر ګډه پوله د امریکا د فیدرالي امنیتي مامورانو له خوا ونیول شو.
مطلب کې راغلي، صافی، امریکا ته د سفر پر مهال د وهلو او ټکولو له کبله سخت ټپي شوی، غاښونه يې د وهلو په وجه خراب شوي او په ښي غوږ يې د اورېدو ځواک ته هم زیان رسېدلی دی.
ورځپاڼې د ښاغلي صافی د وکیل جکسن لي په حواله لیکلي، د صافي د خوشې کولو او د پناه غوښتنې په صورت کې هغه ته د مرستې او منابعو برابرول د هغې ژمنې یوه برخه ده چې امریکا له اوږدې مودې راهیسې له افغان پوځیانو سره کړې ده، امریکا باید په خپلو ژمنو عمل وکړي.
شاوخوا ۷۶زره افغانان چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې له امریکايي پوځیانو سره د ژباړونکو او همکاروانو په توګه ئې کار کړی وو، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په پوځي الوتکو کې امریکا ته منتقل شول
مګر د دوی د کډوالۍ وضعیت د امریکا په ګانکرس کې د وړاندیز شوي قانون د نه تصویبېدو په بڼه کې په تورتم کې پاتې دی.