د امریکا خارجه وزیر پرځينو طالب چارواکو بندیزونه ولګول
امریکا په افغانستان کې د میرمنو د کار او زدهکړې دمنع کیدا په غبرګون کې د افغانستان د طالبانو لپاره د ویزې د صادریدا محدودیّتونه اعلان کړل
د افغانستان د طالبانو حکومت له دې مخکې ددغه هیواد پوهنتونو ته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، افغان میرمنو ته دې د پوهنتونو په کنکور آزموینو کې د ګډون اجازت ورنکړي.
زمونږخبریال د لوفیګارو خپرونې له قوله راپور راکړ، د امریکا خارجه وزیر انتونیو بلینکن بیګا په یوه مطبوعاتی مرکې کې ووئيل، ما نن د طالبانو د ځینو نننیو او پخوانیو مسئولانو، غیر حکومتي امنیتی ډلو ټپلو او د ځینو هغو کسانو لپاره چې د افغانستان د میرمنو او انجونو د ځپنې مسئول او یا پکې شریک دي،د ویزو د صادرولو محدودیّتونه اعمال کړي دي.
بلینکن دغه راز زیاته کړې ده، متحده ایالات به له خپلو متحدو هیوادونو سره ملګرتیا ته د وام ورکړي،څو پر طالبانو دغیزې وشیندي.
د امریکا د خارجه وزیر په وینا،د طالبانو اقدامات به ځيني مهمې پيښې ولري او له نړیوالې ټولنې سره به د دوي داړیکو د ښه کولو لپاره لاره بنده کړي.
ددغه راپور په اساس،د ۲۰۲۱کال په اګست کې قدرت ته د طالبانو بیرته ستنیدا له وخت څخه،دوي پر افغان میرمنو سخت محدودیّتونه لګولي دي.
له حکومتي او غیر حکومتي کارونو ،متوسطه ښونځیو او پوهنتونونو ته له تلو د میرمنو منع کول یا پارکونو ته دتلوممانعت،هغه محدودیّتونه دي چې فرانسوي خپرونې ورته اشاره کړې ده.البته په قطر کې د طالبانو او واشنګټن د چا رواکو له خبرواترو څه موده وروسته امریکا پر طالبانو او حتی پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګول چې له هماغه وخته ئې د افغانستان پر ولس مشکلات او اقتصادي ترینګلتیاوې تپلي دي .