د بریتانیا نرسانو نن بیا کاربندیز اعلان کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127482-د_بریتانیا_نرسانو_نن_بیا_کاربندیز_اعلان_کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا په لکونو نرسانو د خپلو تنخواګانو او معاشونو د نه زیاتیدا پرضد له نن څخه د کاربندیز اعلان کړی دی.
(last modified 2023-02-06T04:06:08+00:00 )
Feb 06, 2023 08:30 Asia/Kabul
  • د بریتانیا نرسانو نن بیا کاربندیز اعلان کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا په لکونو نرسانو د خپلو تنخواګانو او معاشونو د نه زیاتیدا پرضد له نن څخه د کاربندیز اعلان کړی دی.

د انګلستان د امبولانسونو کارکونکو هم د فرورۍ د میاشتې له لسمې نیټې څخه د هیواد د نرسانو په کاربندیز کښې د ګډون کولو اعلان کړی دی.

د بریتانیا د تجارت وزیر د امبولانسونو د کارکونکو په کاربندیز اندیښنه څرګنده  کړي ده او ویلي یې دي چې د دغه کار په وجه به  د ناروغانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

د ویلو ده چې په بریتانیا کښې د بیلابیلو حکومتي ادارو کارکونکي د خپلو معاشونو او تنخواګانو د زیاتیدا لپاره کاربندیزونه کوي.

بریتانیا چې ټول عمر یې د نورو هیوادونو  په تیره بیا د ایران په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کړي دي د خپل هیواد د خلکو اقتصادي مشکلاتو ته هیڅ پام نه کوي او تل له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي او پوځي مرستې کوي.