افغانستان د ترهګرو ډلو په امن ځاې بدل شوی
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون افغانستان د ډیرو سرزرو او د ترهګرو ډلو لپاره امن ځای وباله.
هغه پرون د بریتانیا له شارډز افیر سره په یووخت په افغانستان کښې د سرزورو ډلو د فعالیت د زیاتیدا په هکله خبرداری ورکړ.
په اففانستان کښې د انګلستان شارډز افیرهوګوشورټز په افغانستان کښې د ناامنۍ زیاتیدا او په ګاونډیو هیوادونو کښې شویو بریدونو ته په اشارې سره وویل د سرزورو ډلو د فعالیتونو زیاتیدا پاکستان او د سیمې نور هیوادونه اندیښمن کړي دی.
د اروپا دغه چارواکي په کابل کښې د روسیې د چین او د پاکستان د سفارتونو پرضد ترسره شویو بریدونو او د طالبانو په کورنیو چارو وزارت او خارجه وزارت باندې حملو ته په اشارې سره وویل واضح ده چې د کابل دننه یو جدي امنیتي ګواښ شته او دا د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کښې موجود دي ډیره اندیښمونکي چاره ده.
نیکلاسون وویل په افغانستان کښې د داعش ډلې قدرت د زیاتیدا په حال کښې دی.
د بریتانیا د سفارت شارډز افیر هوګو شورټز هم په افغانستان کښې د خپل ماموریت په پاې کښې په افغانستان کښې بې ثباتۍ د داعش ډلې د بیا راڅرګندیدا زمینه جوړونکي وبلله.
هغه وویل په افغانستان کښې بې ثباتۍ او کورني جنګونه به په دغه هیواد کښې د داعش ډلې د بیا راژوندي کیدا او د انساني کړکیچ د ژوریدا سبب شي.
څو ورځې مخکې رسنیو له کابل څخه د سعودي عربستان په شمول د لویدیځو هیوادونو د ډيپلوماټانو د وتلو خبر ورکړ او طالبانو په نهایت کښې د خارجي هیوادونو د ډیپلوماټانو له کابل څخه وتل تائید کړل.
ملګروملتونو هم دوه ورځې مخکې ویلي وو چې داعش په کابل کښې د ایران د هندوستان او د چین سفارتونو ته ګواښ کړی دی.
له ترهګرو ډلو سره مبارزه کول په ۲۰۲۱ میلادي کال کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د دغه ډلې یوه اصلي ژمنه وه خو په هیواد کښې ترسره شوي حملې د دغه ژمنې په تحقق کښې د طالبانو د ناکامه کیدا ښودنه کوي.