د امریکا کانګرس د جوبایډن په کړچار غور پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128186-د_امریکا_کانګرس_د_جوبایډن_په_کړچار_غور_پیل_کړی
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس له افغانستانه د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په هکله د ولسمشر جوبایډن د حکومت د کړچار په هکله تحقیقات پیل کړل.
(last modified 2023-02-18T05:05:45+00:00 )
Feb 18, 2023 09:32 Asia/Kabul
  • د امریکا کانګرس د جوبایډن په کړچار غور پیل کړی

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس له افغانستانه د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په هکله د ولسمشر جوبایډن د حکومت د کړچار په هکله تحقیقات پیل کړل.

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د پلټنې او د ځواب ویلو د کومیټۍ له افغانستان څخه د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په موضوع کښې د ولسمشر جوبایډن د حکومت د کړچار ، د امریکا د پوځیانو د ایستلو د بهیر او امریکا ته د افغانانو د انتقال په مسلې باندې د غور کولو په هدف سره یوشمیر تحقیقات پیل کړي دي.

د امریکا په کانګرس کښې د ریپبلیکن ګوندونو استازیو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا، خارجه وزارت ، دفاع وزارت، د پوځ لوې درستیزوالۍ ، د کورني امنیت وزارت او د امریکا د نړیوالې پراختیا اژانس ته په جلا جلا لیکونو کښې په دې هکله د اطلاعاتو د ترلاسه کولو غوښتنه کړي ده.

د امریکا د ریپبلیکن ګوند غړي باوري دي چې له افغانستانه د امریکا په ګدوډ وتلو سره د امریکا د پوځیانو پوځي تجهیزات او هغه وسلې چې له دوې پاتې شوي وې د طالبانو ډلې لاس ته ورغللي دي او دغه موضوع د یوې انساني غمیزې له بڼه خپلیدا سره مرسته کولای ش او د امریکا د ملي امنیت په خطر کښې لویدا سبب ګرځیدلی شي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوه زره یویشتم میلادي کال د اګست په میاشت کښې له افغانستان څخه د عسکرو د  ایستلو حکم ورکړ.

که څه هم د جوبایډن په دغه حکم سره په افغانستان باندې د امریکا شل کلن نیواک پاې ته ورسیده خو دغه غیر مسوولانه اقدام منفي پایلې لرلې چې ډیرې کسانو هغه د جوبایډن د حکومت تر ټولو تیاره کارنامه ګڼي.