د ایران جنګي کشتۍ د برازیل سواحلو ته ورسیدې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128710-د_ایران_جنګي_کشتۍ_د_برازیل_سواحلو_ته_ورسیدې
د امریکې له دباوونو سره سره د ایران د اسلامي جمهوریت دوه جنګي کشتۍ د برازیل د ولسمشر ډاسیلوا د حکومت په سرکاري اجازتنامې سره دغه هیواد ته رسیدلې دي.
(last modified 2023-02-27T23:52:24+00:00 )
Feb 28, 2023 04:18 Asia/Kabul
  • د ایران جنګي کشتۍ د برازیل سواحلو ته ورسیدې

د امریکې له دباوونو سره سره د ایران د اسلامي جمهوریت دوه جنګي کشتۍ د برازیل د ولسمشر ډاسیلوا د حکومت په سرکاري اجازتنامې سره دغه هیواد ته رسیدلې دي.

د امریکې له دباوونو سره سره د ایران د اسلامي جمهوریت دوه جنګي کشتۍ د برازیل د ولسمشر ډاسیلوا د حکومت په سرکاري اجازتنامې سره دغه هیواد ته رسیدلې دي.

د ایران پریس د خبر له مخې، د ریو ډو ژانیرو بندر ادارې په یوې خبرپاڼې کښې وویل: د مکران او دِنا په نامه جنګي کشتۍ وړمه ورځ د دغه ښار ساحل ته رسیدلې وې خو د امریکې د دباونو په وجه ورته د لنګر اچولو اجازه نه وه ورکړې شوې.

د خبر له مخې، اوس دغه مسئله حل شوې او د ایران دواړه جنګي کشتۍ په یاد بندر کښې اودریدلې دي.