ترکیې اروپایي پارلمان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129222-ترکیې_اروپایي_پارلمان_له_ترهګرو_په_ملاتړ_تورن_کړ
ترکیې اروپایي پارلمان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړ
(last modified 2023-03-09T20:37:52+00:00 )
Mar 09, 2023 10:10 Asia/Kabul
  • ترکیې اروپایي پارلمان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړ

ترکیې اروپایي پارلمان له ترهګرو په ملاتړ تورن کړ

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي پارلمان په ودانۍ کې د کردستان د کارګرو د ګوند د مشرانو په حضور کې، اروپایي پارلمان باندې د ترهګرو د ملاتړ تور ولګول.

د ترکیې حکومت د پې کې کې یا د کردستان د کارګرو د ګونډ له غړو سره، د مبارزې په پلمه په ځلونو په سوریې او عراق باندې بریدونه کړي دي، چي د عراق او سوریې د حکومتونو او ولسونو له سختې غندنې سره مخ شوی دی.

خو د ترکیې حکومت د عراق او سوریې په اعتراضاتو د سترګو په پټولو سره، خپل غیر قانوني اقداماتو ته دوام ورکوي، د عراق او سوریې په شمال کې د ترکیې فوځي شتون د زرګونو عامو وګړو د بې ځایه کېدو سبب شوی دی.

 د ترکیې خارجه وزارت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، د اروپا په پارلمان کې د کردستان د کارګرو یا پې کې کې د ګونډ د غړون حضور نه منونکی وباله او جوته کړه: دا موضوع له ټروریزم سره د مبارزې په زمینه کې د اروپایي پارلمان د دروغ او دوه ګوني چلند ښودونه کوي.

ترکیه وایي چي په اروپایي پارلمان کې د پې کې کې د ګوند د غړو شتون، د ترکیې د ملي او ځمکني واکمنۍ سره په ټکر کې دي او د اروپایې اتحادیې له نړیوالو ژمنو سره سمون نه خوري.

د ترکیې دولت او د اروپایي اتحادیې چارواکو له دې مخکې د پې کې کې ګوند یې د ترهګر په توګه معرفي کړي وه.