بریتانیا خپله پوځي بودجه زیاتوي
زمونږ خبریال راپور راکړی انګلستان به په راتلونکو دوو کلونو کښې خپله پوځي بودجه پینځه میلیارډه پونډه زیاته کړي.
له دې مخکې د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس د لندن د پوځي تجهیزاتو د وروستوالي په هکله خبردارې سره اعتراف وکړ چې د بریتانیا پوځ په پوځي زمینه کښې له خپلو سیالو هیوادونو څخه شاته دی.
د بریتانیا د لومړي وزیر دفتر په یوې بیانیې کښې وویل په راتلونکو دوو کلونو کښې د دفاع وزارت د مالي اړتیاو د تامینولو لپاره به د دغه وزارت له بودجې سره پینځه میلیارډه ډالره سټرلینګ پونډه ورزیات کړي.
د بریتانیا د دفاعي بودجې زیاتیدل په داسې حال کښې ترسره کیږي چې دغه هیواد په اوکراین کښې د جنګ له پیل راهسې د روسیې پرضد د دریځونو په غوره کولو سره په اوکراین کښې د جنګ په پلمه ماسکو پرضد د بایکاټونو په لګولو او د وسلو او د تجهیزاتو په واستلو سره نښتو او تاوتریخوالي ته لمن وهلي ده خو په خپله له سختې اقتصادي ځوړتیا سره ښکیل دی.
د بریتانیا د ملي شمیرنې د ادارې د نوي راپور پراساس په دغه هیواد کښې د انفلاسیون اندازه یولس اعشاریه یو فیصدو ته رسیدلي ده.