د چين، ايران او روسيې ترمنځ ګډ سمندري مانور پيل شو
Mar 15, 2023 08:56 Asia/Kabul
د چین د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ایران او روسیې ګډ سمندري مانور به د عمان په سمندرګي کې نن چهارشنبه د مارچ تر ۱۹مې نېټې پورې ترسره شي.
دا مانور د ستراتیژیک متقابل اعتماد لوړه کچه او د بېجینګ ، مسکو او تهران وړتیا ښیې چې په ګډه د سمندري امنیت ګواښونو سره مقابله وکړي. له دې سره، بېجینګ، مسکو او تهران ټینګار کوي چې د دې مانورونو د ترسره کولو موخه د دوه اړخیزو او ستراتیژیکو همکاریو پیاوړي کول دي.
د رويټرز خبري آژانس د چين د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې، د چين، ايران او روسيې ګډ سمندري مانور به د مارچ له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د عمان په سمندرګي کې تر سره شي.
دغه وزارت ویلي: دغه مانورونه به د ګډون کوونکو هېوادونو د سمندري ځواکونو ترمنځ د عملي همکاريو په ژورتيا کې مرسته وکړي.
ټیګونه