شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې
د فرانسې خبري اژانس (AFP) په وینا د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د یاد ازمايښت څخه د څارنې پر مهال ویلي چې دا ازمايښت باید متحده ایالاتو او سویلي کوریا ته خبرداری وي.

شمالي کوریا رسمي اژانس وایي، د دې هېواد په هامیونګ سیمه کې د اوبو لاندې یوه بې پیلوټه الوتکه هم ازمایلې چې راډیو اکټیف سونامي رامنځته کولای شي.
د معلوماتو له مخې ازمایل شوې بې پیلوټې الوتکې له ۸۰ تر ۱۵۰ مترو ژور د اوبو په تل کې شاوخوا ۵۹ ساعته اوږد سفر کړی او په په پای کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل کې یې چاودنه وکړه.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي چې دا وسله هائیل (Haeil) نومېږي چې په کوریایي ژبه کې د سونامي مانا لري.
له دې مخکې شمالي کوریا د هایپرسونیک توغندی هم په بریالیتوب سره ازمویلی و چې په یوه دقیقه کې یې ۷۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شو.
شمالي کوریا وايي چې د اوبو لاندې اټومي برید کوونکې دا بې پیلوټه الوتکه په هر ساحل یا بندر کې ځای په ځای کیدای شي او د عملیاتو لپاره د کښتۍ په مټ د لېږد وړ هم ده.