اوکراین ته د وسلو استول به جنګ نور اوږد کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل: د لویدیځو هیوادونو لخوا د اوکراین د وسلو تامینول د جنګ د اوږدولو لپاره یوه هڅه ده.
ولادیمیر پوتین بیګا د روسیې له څلرویشتم ټیلي ويژن سره په مرکه کښې اوکراین ته په پراخه سویه د وسلو ورکول د ماسکو پرضد ستر ګواښ وباله او ویې ویل: د وسلو د استولو دوام به د جنګ حالت نور پسې پیچلی کړي.
اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د بایکاټونو او دباونو په زیاتولو او کي یف ته د ډول ډول سپکو او درنو پرمختلیلیو وسلو په ورکولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم ګام پورته نکړ بلکې له مخکې څخه زیات یې د جنګ زیاتولو ته لمن وهلي ده.
د روسیې چارواکو او د لویدیځو هیوادونو ځینو کارپیژاندو او رسنیو د اوکراین جنګ د روسیې او د لویدیځ ترمینځ د نورو په استازي توب جنګ بللی دی.
روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو لخوا د وسلو استول یوازې په دغه هیواد کښې د شخړې د اوږدیدا سبب کیږي او د نه اټکل وړ پایلې لري.