روسيې د والسټريټ ژورنال يو خبريال د جاسوسۍ په تور نيولی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130384-روسيې_د_والسټريټ_ژورنال_يو_خبريال_د_جاسوسۍ_په_تور_نيولی
د روسیې د فدرالي امنیت مسوولينو نن ویلي چې، د یکاترینبورګ ښار په اورال سیمه کې یې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې یو خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی.
(last modified 2023-03-30T06:28:17+00:00 )
Mar 30, 2023 10:55 Asia/Kabul
  • روسيې د والسټريټ ژورنال يو خبريال د جاسوسۍ په تور نيولی

د روسیې د فدرالي امنیت مسوولينو نن ویلي چې، د یکاترینبورګ ښار په اورال سیمه کې یې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې یو خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

روسيې د والسټريټ ژورنال يو خبريال د جاسوسۍ په تور نيولی

د روسیې د فدرالي امنیت مسوولينو نن ویلي چې، د یکاترینبورګ ښار په اورال سیمه کې یې د والسټریت ژورنال ورځپاڼې یو خبریال د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د والسټریټ ژورنال دغه خبریال ایوان ګرشکویچ (Evan Gershkovich) له څو اونیو را په دې خوا، له یاد ښاره د اوکراین د جګړې او د واګنر اجیرې ډلې په تړاو د روسانو د نظرونو په اړه راپورونه ورکول.

د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو څانګې (ایف.ایس.بي) په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې، ایوان ګرشکویچ د امریکا په لارښوونه دغلته د روسیې د یوه پټ پوځي صنعتي شرکت په تړاو معلومات راټولول.

د اعلامیې له‌مخې د دغه خبریال په وړاندې د جاسوسۍ یوه دوسیه پرانيستل شوې ده.