ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند سرطان دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130550-ټرمپ_د_جمهوري_غوښتونکي_ګوند_سرطان_دی
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار، ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند سرطان وباله.
(last modified 2023-04-03T03:48:16+00:00 )
Apr 03, 2023 08:13 Asia/Kabul
  • ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند سرطان دی

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار، ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند سرطان وباله.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن خبرداری ورکړی چې که ټرمپ برائت شي او یا د کافي قانوني اسنادو نشتون له کبله دوسیه لغوه شي، نو دی به ادعا وکړي چې هغه په ​​حقه وو او دا به په ۲۰۲۴ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د نوماند په توګه د هغه له نوماندۍ سره مرسته وکړي.

بولټن زیاته کړه، باید ووایم چې د هغه پر ​​وړاندې د جرم د اعلان په اړه د ټرمپ غبرګون، د ګوند د راتلونکي لپاره ښه نه دی او دا چې ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند سرطان دی.

بولټن په دې باور دی چې که ټرمپ د راتلونکي کال تر ټاکنو مخکې مجرم وپېژندل شي، نو ډېری امریکایان نه غواړي چې یو محکوم کس ولسمشر شي.

د سه شنبې په ورځ، د اپریل په 4مه، ټاکل شوې چې ټرمپ د نیویارک په منهاټن کې یوې محکمې ته حاضر شي او بیا به د هغه قضیه اوریدل کېږي.