چین د اوکراین په جنګ کښې د روسیې ملاتړی نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130762-چین_د_اوکراین_په_جنګ_کښې_د_روسیې_ملاتړی_نه_کوي
زمونږ خبریال راپور راکړی په اروپايي اتحادیې کښې د چین سفیر فوکونګ وویل پیکینګ د اوکراین په جنګ کښې د روسیې ملګری نه دی.
(last modified 2023-04-06T20:35:07+00:00 )
Apr 07, 2023 01:01 Asia/Kabul
  • چین د اوکراین په جنګ کښې د روسیې ملاتړی نه کوي

زمونږ خبریال راپور راکړی په اروپايي اتحادیې کښې د چین سفیر فوکونګ وویل پیکینګ د اوکراین په جنګ کښې د روسیې ملګری نه دی.

هغه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل د نیوکه کونکو په اپوټه له روسیې سره د چین اړیکې له محدودیت پرته نه دي او پیکینګ د روسیې لخوا د اوکراین نیول شوي سیمې په رسمیت نه پيژندي.

په اروپايي اتحادیې کښې د چین سفیر فوکونګ وویل چین روسیې ته پوځي مرستې نه دي ورکړي او پیکینګ د کریمه او د دونباس په شمول د اوکراین د نیول شویو ځمکو له ځان سره د یوځاې کولو لپاره د روسیې هڅې په رسمیت نه پیژني.

د چین دغه ډيپلوماټ وویل پیکینګ په اوکراین بانډې د روسیې یرغل نه دی غندلی ځکه چې د ناټو د پراختیا په مقابل کښې د خپل ځان د دفاع کولو په هکله د روسیې په خبرو پوهیږي او همدا اوس د چین حکومت باوري دی چې جرړه ئیز دلایل له هغه څه پیچلي دي چې د لویدیځو هیوادونو مشران یې وايي.