چین په ټایوان باندې د برید مانورې تر سره کړې
د چین فوځ د ټایوان سره نژدې، په دغه سیمې باندې د برید لپاره فوځې مانورې تر سره کړي دي.
د چین د ټلویزیونې چېنلونو د راپور سره سم، په ټایوان باندې د برید مانورې دغه سیمې ته د امریکې د جرګې د مشر د سفر په غبرګون د دریو ورځو لپاره پیل شوی دي.
دغه مانوره کې په ټایوان باندې د هوایي بریدونو تمرین شوی او ټایوان سره نژدې د چین توغندوي یونیټونه هم ځای پر ځای شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د چین د سختو خبرداریو سربېره، د امریګا د استازو د جرګې مشر کوین مک کارتي ټایوان ته په سفر سره، د ټایوان له مشرې تسای تسای اینګ وون سره کتلی دی.
د چین د دولتي ټلویزیون له راپور سره سم، اوس هم د ټایوان په چارچاپېر کې د جنګي کښتیو ګښتونه دوام موندلي دي او فوځې مانورې جریان لري.
د ټایوان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چي د چین فوځ مانوره نه کوي بلکې په ټایوان او جنګي کښتیو او اوبتلو باندې د برید کولو تمرین تر سره کوي.
د چین دولت ټینګار کوي چي ټایوان باید د بیجینګ تر حاکمیت لاندې وي او د فوځي عملیاتونو په تر سره کولو ورباندې د ولکې د ټینګولو هڅه کړې ده، لیکن د ټایوان دولت وایي چي واکمني یې خپلواکه ده او د دې هیواد خلګ د خپل برخلیک لپاره پرېکړه کوي.