ډله ئیزو ډزو د امریکا ۲۰۰ ښاریز وژلي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د روان میلادي کال له پیل راهسې په امریکا کښې په ډله ئیزو ډزو کښې څه د پاسه دوه سوه(۲۰۰) کسان وژل شوي دي.
په امریکا کښې په ازادۍ سره د وسلو ګرځول د وسله والو تاوتریخوالو د رامینځته کیدا او په ټول هیواد کښې د ډزو سبب ګرځي چې هره ورځ پکښې خلک وژل کیږي.
په امریکا کښې په وسلو سره د تاوتریخوالي د ارشیو د شمیرنو پراساس د روان میلادي کال له پیل څخه تر نن ورځې پورې د ډله ئیزو ډزو د قربانیانو شمیر دوه سوه نهو ته رسیدلی دی چې په تیرو لسو کلونو کښې په دغه هیواد کښې له ډله ئیزو وژلو سره په پرتله کولو کښې ډیر بې ساري دي.
امریکا د نړۍ په ډیرو هیوادونو کښې تل بې ځایه لاسوهنې کوي او ترهګرې ډلې جوړوي او حکومتونه نسکوروي خو د خپل هیواد دننه یې حالات دومره خراب دي چې خلک همیشه په ویره او اضطراب کښې ژوند کوي او په میلیونونو خلک بې روزګاره او لوږې سره هم مخامخ دي.