د حضرت امام علی(ع)د شهادت په مناسبت تسلیّت ومنئ
(last modified Wed, 12 Apr 2023 00:10:26 GMT )
Apr 12, 2023 04:40 Asia/Kabul
  • د حضرت امام علی(ع)د شهادت په مناسبت تسلیّت ومنئ

د تهران ریډیو درست کارکونکي  په دې مناسبت  د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو  دوستانو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .  

د متقیانو دمولا او د مومنانو د امیر حضرت امام علی علیه السلام د شهادت د کلیزې  او د قدر د دوهمې شپې په مناسبت د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په تیره بیا د ایران په اسلامی  جمهوریت کې په زیارتونو او سپيڅلو ځایونو کې ولولناکې او معنوي دستورې  له څو شپو  راهسې دوام لري  او دحضرت امام رضا  او حضرت بی بی معصومه سلام ا... علیهما د سپيڅلو حرمیّنو په شاوخوا کې د اهل بیت علیهم السلام  مینه وال د هغوي بزرګوارانو له سیرته  خپل زړونه خړوبوي  او د الغوث الغوث  په چغو سره  د خداوندمتعال په درګاه کې خپلې غوښتې  وړاندې کوي.

د روژې دمبارکې میاشتې د یویشتمې په سهار وختي د کوفې په جومات کې یوه خوارج ابن ملجم مرادی  په داسې  حال کې  حضرت امام علی علیه السلام د سهار د لمانځه په سجدې کې ؤ په زهرجنې تورې سره  ورباندې ګوزار وکړ او امام بزرګوار دوه ورځې وروسته د سخت او زهرجن ټپ وروسته د یویشتم په شپه د فزت و رب کعبه چغه یو ځل بیا پورته کړه او  یتیمان  یو ځل بیا یتیمان شول .

د تهران ریډیو درست کارکونکي  په دې مناسبت  د اهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو  دوستانو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي .