مصر روسیې ته د وسلو د ورکولو ادعا رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131118-مصر_روسیې_ته_د_وسلو_د_ورکولو_ادعا_رد_کړه
د امریکا د یوه پټ اسنادو له مخې چې په دې وروستیو کې افشا شوي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اوکراین د جګړې په ترڅ کې کرملین ته د لسګونو زرو راکټونو د ورکولو اراده لري.
(last modified 2023-04-12T21:19:27+00:00 )
Apr 13, 2023 01:47 Asia/Kabul
  • مصر روسیې ته د وسلو د ورکولو ادعا رد کړه

د امریکا د یوه پټ اسنادو له مخې چې په دې وروستیو کې افشا شوي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اوکراین د جګړې په ترڅ کې کرملین ته د لسګونو زرو راکټونو د ورکولو اراده لري.

 

د مصر د بهرنیو چارو وزارت د روسیې لپاره د توغندیو د تولید د هڅې په اړه د دغه هېواد پر ضد شوې ادعاوې رد کړې.

افغان غږ خبری آژانس وایی د مصر د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین د جګړې په اړه د قاهرې دریځ په بشپړه توګه بې طرفه وباله او ویې ویل: مصر په دې برخه کې نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو منشور ته درناوی لري.

د امریکا د یوه پټ اسنادو له مخې چې په دې وروستیو کې افشا شوي، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د اوکراین د جګړې په ترڅ کې کرملین ته د لسګونو زرو راکټونو د ورکولو اراده لري.

د دغه سند له مخې السیسي خپلو چارواکو ته امر کړی چې د وسلو لېږد او پراخ تولید پټ وساتي تر څو له لوېدیځ سره ستونزې جوړې نه شي.

مصر د امریکا یو له اوږدمهاله متحدینو څخه دی چې هر کال له یو ملیارد ډالرو څخه زیاتې پوځي مرستې ترې ترلاسه کوي او په ورته وخت کې د سیسي په واکمنۍ کې یې له مسکو سره اړیکې ژورې کړې دي.

دا خبره چې په لومړي ځل د واشنګټن پوسټ لخوا راپور شوې، د متحده ایالاتو او مصر په اړیکو منفي اغیزه کولی شي.