د قدس ورځ د ټولو آزادو خلکو ورځ ده
د عراق د ملي حکمت د بهیر مشر پر دې په ټینګار سره چې د قدس ورځ د ټولو ازادو خلکو ده ، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیستي رژیم دبریدونو مخه ونیسي.
د الفرات خبري آژانس د راپور له مخې، د عراق د ملي حکمت بهیر مشر عمار حکیم وویل: د قدس نړیواله ورځ نه یوازې د مسلمانانو بلکې د نړۍ د ټولو ازادو خلکو لپاره ده، ځکه قدس هغه ښار دی چې ټول مهم آسماني مذهبونه پکې راټول شوي دي.
حکیم ټینګار وکړ چې د قدس د نړیوالې ورځې نمانځل د صهیونیزم او په قدس باندې د هغې د تسلط ښکاره رد دی چې د فلسطین، عربو او مسلمانو خلکو او د نړۍ د ټولو ازادو خلکو له نظره یو داسې هویت دی چې نشو کولای پرې سترګې پټې کړو.
د عراق د ملي حکمت بهیر مشر له نړیوالې ټولنې او نړیوالو، سیمه ایزو او اسلامي سازمانونو وغوښتل چې د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیستي رژیم له جنایتونو څخه د مخنیوي او د فلسطین د خلکو د ژغورنې لپاره جدي اقدام وکړي.