هند افغانستان ته لس زره ټنه غنم ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131404-هند_افغانستان_ته_لس_زره_ټنه_غنم_ورکوي
د خوړو نړیوال سازمان له هند سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ ی چې له مخې یې دغه هېواد ژمنه کړې چې لس زره ټنه غنم به د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د بشري مرستو په توګه ولېږي.
(last modified 2023-04-16T20:42:25+00:00 )
Apr 17, 2023 01:09 Asia/Kabul
  • هند افغانستان ته لس زره ټنه غنم ورکوي

د خوړو نړیوال سازمان له هند سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ ی چې له مخې یې دغه هېواد ژمنه کړې چې لس زره ټنه غنم به د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د بشري مرستو په توګه ولېږي.

د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخې، هند د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام(WFP)  سره د افغانستان د خلکو لپاره د لس زره ټنه غنمو په اندازه د بشري خوراکي توکو د مرستې تړون لاسلیک کړ.

 دغه تفاهم ليک د پنجشنبې په ورځ د وري په ٢٤مه، د هند په بهرنيو چارو وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ايران د بهرنيو چارو وزارتونو د ګډ سکرتر جي پي سينګ او په هند کې د خوړو د نړيوال پروګرام د استازې اليزابت فيور ترمنځ په بمبي کې لاسليک شو.

 فيور ویلي: «د افغانستان له خلکو سره د خوراکي توکو د مرستو له امله د هند له حکومت څخه د زړه له کومې مننه کوم. د هند مرسته د اړمنو کورنیو لپاره د ژوند کرښه ده او په ټول افغانستان کې د میلیونونو خلکو سره د WFP د مرستې یوه مهمه برخه ده."

دا د چابهار بندر له لارې د هند د بشري مرستو پنځمه چوپه ده.