بریتانیا کښې په دوو میلیونو خلکو جنسي تیري شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د ملي شمیرنې مرکز یوازې په یوه کال کښې په هیواد کښې په کابو دوه میلیونو خلکو د جنسي تیریو د ترسره کیدا خبر ورکړ.
په بریتانیا کښې د ښځو او د انجلیو پرضد د جرمونو او د جنسي تیریو د شمیر زیاتیدا او د دوې په شکایتونو باندې غور نه کیدل او په تیره بیا د پولیسو لخوا په ښځو باندې جنسي تیریو د ښځو د حقوقو ملاتړي مدني ټولنې او ارګانونه اعتراض او له نیوکو ډکو غبرګونونو ته مجبوره کړي دي.
د بریتانیا د شمیرنې ملي مرکز وویل په دغه هیواد کښې یو میلیونه او نهه لکه کسان د تیر میلادي کال تر مارچ میاشتې پورې د جنسي تیریو قربانیان شوي دي.
د بریتانیا د شمیرنې د ملي مرکز د اعلان پراساس په دغه هیواد کښې د جنسي تیریو د قربانیانو یومیلیون او یولک خلک لویان دي چې اوه لکه اته نوي زره پکښې ښځې او دوه لکه اوه پنځوس زره پکښې سړي دي.
د بریتانیا رسنیو ویلي دي په هیواد کښې په ښځو او انجلیو بانډې د لسګونو پولیسو افسرانو لخوا د جنسي تیریو له ایشوا کیدا وروسته په پولیسو د خلکو اعتماد ډیر کم شوی دی.