امریکایان د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131626-امریکایان_د_امنیت_لپاره_تر_ټولو_ستر_ګواښ_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د واشنګټن پرضد د تر ټولو مهمو ګواښونو په هکله د امریکا د سیاست د مطالعاتو د موسسې د یوې نظر سنجې نتیجو وښودله چې په خپله امریکایان د خپل حکومت د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دي.
(last modified 2023-04-20T20:22:55+00:00 )
Apr 21, 2023 00:24 Asia/Kabul
  • امریکایان د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د واشنګټن پرضد د تر ټولو مهمو ګواښونو په هکله د امریکا د سیاست د مطالعاتو د موسسې د یوې نظر سنجې نتیجو وښودله چې په خپله امریکایان د خپل حکومت د امنیت لپاره تر ټولو ستر ګواښ دي.

د امریکا د سیاست د مطالعاتو د موسسې د نظر سنجې د پایلو پراساس د واشنګټن د حکومت پرضد  ترټولو ستر ګواښ د جیک ټکسیرا په نوم د یوه یویشت کلن ځوان ښه مثال دی.

د امریکا حکومت د جیک ټکسیرا په نوم یویشت کلن ځوان د پټو سندونو د ایشوا کولو په تورن نیولی دی.

جیک ټکسیرا چې د امریکا د ماساچوسټ د هوايي ملي ګارډ غړی دی د جاسوسۍ د قانون په خلاف ورزۍ کولو تورن شوی دی.

څو ورځې مخکې په روسیې باندې د حملې لپاره د اوکراین د پوځ په وسلو د سمبالولو لپاره د امریکا او د ناټو تړون د پلان پټ جزیات او سندونه او دغه راز د ولسمشر جوبایډن د حکومت نور پټ سندونه په ټویټر او ټيلیګرام اینټرنیټ پاڼو کښې خپاره شوي دي چې  په نړۍ کښې یې ډیر انعکاس لرلی او په بیلابیلو برخو کښې یې ډيرې پیښې ایشوا کړي دي.