طالبانو د امریکا په یوې ورځپاڼې بندیز ولګاوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131674-طالبانو_د_امریکا_په_یوې_ورځپاڼې_بندیز_ولګاوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په هیواد کښې د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په فعالیت بندیز ولګاوه.
(last modified 2023-04-21T20:25:15+00:00 )
Apr 22, 2023 00:52 Asia/Kabul
  • طالبانو د امریکا په یوې ورځپاڼې بندیز ولګاوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو موقته حکومت په هیواد کښې د امریکا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په فعالیت بندیز ولګاوه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل په افغانستان او پاکستان کښې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دفتر د مسوولې سوزانا جورج فعالیت د طالبانو د حکومت لخوا بند کړی شوی دی.

دغه راپور وايي چې د افغانستان له حکومت سره سره له څو میاشتې سلامشورو وروسته د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چارواکي بریالي نشول چې په کابل کښې د فعالیت کولو لائسنس ترلاسه کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د طالبانو په فیصلې باندې اعتراض سره وویل مونږ د دغه بندیز لپاره هیڅ توجیه نه وینو خو د طالبانو چارواکو ویلي دي چې دا نهايي اقدام دی.