روسیې د چین د سولې د پلان هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131678-روسیې_د_چین_د_سولې_د_پلان_هرکلی_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی روسیې له اوکراین سره د سولې لپاره د چین د دولس ماده ئیز پلان هرکلی وکړ.
(last modified 2023-04-21T20:43:19+00:00 )
Apr 22, 2023 01:10 Asia/Kabul
  • روسیې د چین د سولې د پلان هرکلی وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی روسیې له اوکراین سره د سولې لپاره د چین د دولس ماده ئیز پلان هرکلی وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال میخائیل ګالوزین وویل په اوکراین کښې د کړکیچ د حل لپاره د چین دولس ماده ئیز پلان کولای شي د سولې د خبرو اترو لپاره د یوه بنسټ په توګه وکارول شي.

د چین خارجه وزارت په اوکراین کښې د سولې لپاره خپل دولس ماده ئیز پلان چې اوربند او د روسیې پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو پاې ته رسول پکښې شامل دي نندرې ته وړاندې کړی دی.

بل خبر دا چې د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف پرون وویل ماسکو باوري دی چې د روسیې پرضد بایکاټونه کولای شي د نړۍ اقتصاد ته ګوزار ورکړي او د نوي کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د روسیې د مرکزي بانک مشر الویرا نابیولینا ویلي دي چې د ماسکو اقتصاد د بایکاټونو په مقابل کښې لوړ مقاومت وکړ او له بې مخینې دباونو تیر شوی دی.