امریکا له اوکراین څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسي جرګې کانګرس پخوانۍ مشرې نانسي پیلوسي وویل اوکراین له روسیې سره په جنګ کښې باید په هر بیه بریالی شي.
هغې ادعا وکړه مونږ باید د اوکراین جنګ د دغه هیواد د خلکو په خاطر او د امریکا لپاره یوې مثبتې نتیجې ته ورسوو او بریالي شو.
نانسي پیلوسي وویل چې د امریکا د ولسي جرګي کانګرس او د مشرانو جرګې سینا او دغه راز د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو لخوا ملاتړ لرلی دی.
د امریکا د ولسي جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پیلوسي زیاته کړه د امریکا خلک په اوکراین کښې د ډیموکراسۍ ملاتړي کوي او زه باوري یم تر هغه وخته چې له ډیموکراسۍ د ملاتړ ضرورت وي او تر هغه وخته چې د بریالیتوب لپاره ضرورت وي له اوکراین څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.
د ناټو غړیو هیوادونو له تیرو څوارلسو میاشتو راهسې د امریکا د جنګ غواړو سیاستونو په پیروۍ کولو سره له روسیې سره په جنګ کښې د اوکراین د ملاتړ په پلمه کي یف ته د څه د پاسه یوسل پینځو شپیتو میلیارډو ډالرو په اندازه پوځي او مالي مرستې استولي دي او دغو هیوادونو په اوکراین کښې د روسیې پرضد د نورو په استازي توب جنګ پیل کړی او له کبله یې د اوکراین په لسګونو زره کسان مړه او میلیونونو نور کډوال شوي هم دي.