امریکا بشري حقوقو ته هیڅ پام نه کوي
May 06, 2023 00:25 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو کمیټۍ د نیویارک په ميټرو کښې د امریکا د یوه تورپوستي ځوان جورډن نیلي له وژلې وروسته بشري حقوقو ته د واشنګټن د حکومت په ښکاره بې پامۍ نیوکه وکړه.
د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر او د قضايي قوې د نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب ابادي وویل په امریکا کښې د نژادي وژلو له دوام او بشري حقوقو ته د امریکا د حکومت له ښکاره بې پامۍ ویریدلی دی.
غریب ابادي وویل یوازنی شی چې په امریکا کښې اهمیت نلري د افریقايي توکمه خلکو ژوند دی.
هغه وویل اوس د بدلون وخت رارسیدلی دی.
په امریکا کښې له تورپوستونو او د نورو هیوادونو له ښاریزو سره زیات نژادي چلند کیږي او په ډیرو موردونو کښې وهل کیږي او وژل کیږي.
ټیګونه