د بي بي معصومې(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه مو مبارک شه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133160-د_بي_بي_معصومې(س)_د_نیکمرغه_زوکړې_کلیزه_مو_مبارک_شه
د بي بي معصومې(س) د پاک حرم د بیرغ د بدلولو دستورې ترسره شوې
(last modified 2023-05-20T20:26:47+00:00 )
May 21, 2023 00:52 Asia/Kabul
  • د بي بي معصومې(س) د نیکمرغه زوکړې کلیزه مو مبارک شه

د بي بي معصومې(س) د پاک حرم د بیرغ د بدلولو دستورې ترسره شوې

د کرامت د لسیزې د پیلیدو او د حضرت فاطمه معصومه(س) د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د دغې قدرمنې بي بي د ملکوتي درګاه د بیرغ د بدلولو دستورې پرون مازیګر ترسره شوې.

د ایرنا د خبر له مخې په دغو پرتمینو مراسمو کښې د رسول ا... مبارک د پاکو اهلبیتو(ع) مدحې وویلې او متبرک بیرغ د کرامت د بي بي د پاک حرم په ګنبد باندې ورپول شو او هم داشان د نقارو وهلو دستورې ترسره شوې.

د کرامت لسیزه د ذی القعدې د میاشتې په اولې نیټې څخه د حضرت فاطمه معصومه(ص) د زوکړې له کلیزې سره هممهاله پیلیږي او د هم دې میاشتې په یوولسمه نیټه د هغې د قدرمن ورور امام رضا علیه السلام د میلاد تر کلیزې پورې دوام لري.

نو د بي بي معصومه(س) د نیکمرغه میلاد په مناسبت د تهران راډیو ټولو مینه والو په تیره بیا تاسو قدرمنو ملګرو ته مبارکي وایو.