د ګیانا د نجونو لیلیه کې اورلګیدنې ۲۰ زده کوونکي وژلي
May 22, 2023 11:41 Asia/Kabul
د سویلي امریکا د ګیانا هېواد منځني ښوونځي په لیلیه کې د اورلګیدنې له امله شل تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
د ګیانا د نجونو لیلیه کې اورلګیدنې ۲۰ زده کوونکي وژلي
د سویلي امریکا د ګیانا هېواد منځني ښوونځي په لیلیه کې د اورلګیدنې له امله شل تنه زده کوونکي وژل شوي دي.
د را پورونو له مخې د یاد اورلګیدنې وروسته په سیمه کې خلکو د زده کوونکو د ژغورلو هڅه وکړه خو اوسپنیزو دروازو او کړکیو په پرانیستلو بریالي نشول چې له امله یې د وژل شویو سربېره لسګونه نور ټپیان شوي هم دي چې روغتیایي حالات یې هم نازک ښودل شوی دی.
د یاد هېواد ولسمشر په رامنځته شوې پېښه خواشیني ښودلې او په غوره روغتیایي مرکزونو کې یې د ټپیانو د درملنې ډاډ ورکړی.