له اردوغان څخه د سینان اوغان ملاتړ او د قلیچداراوغلو غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133300-له_اردوغان_څخه_د_سینان_اوغان_ملاتړ_او_د_قلیچداراوغلو_غبرګون
لکه څرنګه چي یو شمېر سیاسي خپلواکو محفلونو له دې مخکې اعلان کړي وه، د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې مغلوب نوماند سینان اوغان پرېکړه وکړه چي په د ټاکنو په دوهم پړاو کې د جمهور ائتلاف له نوماند رجب طیب اردوغان څخه ملاتړ وکړي.
(last modified 2023-05-23T06:50:45+00:00 )
May 23, 2023 11:19 Asia/Kabul
  • له اردوغان څخه د سینان اوغان ملاتړ او د قلیچداراوغلو غبرګون

لکه څرنګه چي یو شمېر سیاسي خپلواکو محفلونو له دې مخکې اعلان کړي وه، د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې مغلوب نوماند سینان اوغان پرېکړه وکړه چي په د ټاکنو په دوهم پړاو کې د جمهور ائتلاف له نوماند رجب طیب اردوغان څخه ملاتړ وکړي.

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې اردوغان ۴۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایې او سیال یې قلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه ۸۸ سلنه رایې او سینان اوغان ۵ اعشاریه ۱۷ سلنه رایې تر لاسه کړي. په دې توګه یو نوماند هم ۵۰ سلنو څخه زیاتې رایې تر لاسه نه کړي او ولسمشریزې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدلې. ټاکل شوې چي اردوغان او قلیچدار اوغلو په دوهم پړاو کې له یو بل سره سیالي وکړي، په تېرو ورځو کې اردوغان او د هغه قلیچدار اوغلو دواړو د سینان اوغان د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره زیاتې هڅې وکړې خو لکه څرنګه چي له دې مخکې یو نیم سیاسي محفلونو وړاندوینه کړې وه، سینان اوغان د ټاکنو په دوهم پړاو کې له اردوغان څخه د ملاتړ اعلان وکړ. په دې توګه د اردوغان بریا ډېر محتمل شو، او د هغه د مخالفانو ائتلاف په پارلمانې ټاکنو کې له ماتې خوړلو وروسته دا دی یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو په دوهم پړاو کې اردوغان څخه د ماتې خوړلو په درشل کې دي.

سینان اوغان د اتا د سیاسي ائتلاف نوماند وو، خو د دې ائتلاف یو غړی امید اوزداغ چي د ظفر د سیاسي ګوند مشر دی ویلي دي چي سینان اوغان د ټوله ائتلاف لپاره تصمیم نه شي نیولای او په ائتلاف کې د موجوده ګوندونو مشران هر یوه ځان پرېکړه کوي چي د ټاکنو په دوهم پړاو کې له کوم نوماند څخه ملاتړ وکړي.

د اتا په سیاسي ائتلاف کې د اختلافاتو په رامینځته کېدو سره، د ترکیې یو شمېر کارپوهانو ویلي دي چي ممکنه ده د اتا د ائتلاف ۲۵ سلنه غړي اردوغان او ۲۵ سلنه یې قلیچدار اوغلو ته رایې ورکړي، ویل کیږي چي قلیچدار اوغلو سینان اوغان ته د ټوریزم د وزارت د څوکۍ وړاندیز کړی وو خو سینان اوغان ورڅخه د ولسمشر د مرستیالۍ څوکۍ غوښتې وه، نو ځکه اوس سینان اوغان له اردوغان څخه د ملاتړ اعلان کړی دی.

قلیچدار اوغلو له اردوغان څخه د سینان اوغان د ملاتړ په غبرګون کې په خپل ټوییټر کې لیکلي: له ټولو هغو ځوانانو څخه غواړم چي د رایو صندوقونو ته حاضر شي چي له دې مخکې په ټاکنو کې ګډون نه وه کړي.

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې ۹ اعشاریه ۵ میلیونو کسانو رایې نه وې ورکړي، اوس هم اردوغان او هم قلیچدار اوغلو دواړه هڅه کوي چي دغه کسان په خپلې ګټې سره، د رایو ورکولو ته وهڅوي.

دې ته په کتو سره، چي سینان اوغان چي له دې مخکې ۵ سلنه رایې تر لاسه کړي او اوس له اردوغان څخه د ملاتړ اعلان کړی، قلیچدار اوغلو غواړي د هغو کسانو له رایې څخه د مقابلې لپاره کار واخلي چي د ټاکنو په لومړي پړاو کې رایي ورکولو ته حاضر شوي نه وه. د سیاسي چارو کارپوه ضیا پیلماز ایسنا ته وویل: اوس هغه کسانو چي له دې مخکې رایې نه وې ورکړي، د ټاکنو د دوهم پړاو د ګټونکې په معلوملو کې برخلیک ټاکونکې رول لوبوي، داسي ښکاري چي قلیچدار اوغلو د اردوغان په پرتله د یادې پرګنۍ د نظر په جلبولو کې ښه عمل کړی دی.

ټاکل شوط ده چی د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو دوهم پړاو د مې د میاشتې په ۲۸ نیټه تر سره شی،.

سره له دې چي په ترکیې کې ۸۰ کاله د دین په ضد تبلیغات وشو لیکن اوس هم د ترکیې اکثریت د اسلام د مبارک دین سره، ګروهنه لري، دې ته په کتو سره داسي ښکاري چي خلګ له هغه نوماند څخه ملاتړ کوي چي په دیني برخو کې خلګو ته  ازادي ورکړي خو سره له دې اقتصادي مساله هم د خلګو لپاره خورا زیات اهمیت څخه برخمن دی.