روسیې د اوکراین پر ګڼو سیمو تازه بریدونه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133328-روسیې_د_اوکراین_پر_ګڼو_سیمو_تازه_بریدونه_کړي
د اوکراین پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د اوکراین پر دنیپرو پیتروفسک، زاپوریژیا او خارکییف ښارونو ۲۰ توغندي ویشتلي.
(last modified 2023-05-23T21:24:46+00:00 )
May 24, 2023 01:53 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین پر ګڼو سیمو تازه بریدونه کړي

د اوکراین پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د اوکراین پر دنیپرو پیتروفسک، زاپوریژیا او خارکییف ښارونو ۲۰ توغندي ویشتلي.

روسیې د اوکراین پر ګڼو سیمو تازه بریدونه کړي

د اوکراین پوځ وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د اوکراین پر دنیپرو پیتروفسک، زاپوریژیا او خارکییف ښارونو ۲۰ توغندي ویشتلي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز تېره ورځ په خپل ورځني راپور کې همداراز وویل چې روسي ځواکونو د اوکرایني سرتېرو پر سنګرونو او د خلکو د استوګنې پر سیمو د ایراني شاهد ډوله ډرونونو په وسیله ۴۸ هوايي حملې کړي او ۹۰ توپونه یې ویشتلي.

بل‌خوا د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د بلګورد ښار والي ویاچیسلاو ګلادکوف  وویل، پر یوه دولتي ودانۍ او دوو شخصي کورونو د ډرون حملې شوي، خو والي زیاتوي چې ډرون ویشتل شوی او په حملو کې څوک نه‌دي زیانمن شوي.