امریکا د ایران د توغندي مخه کتنه ګواښ وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i133444-امریکا_د_ایران_د_توغندي_مخه_کتنه_ګواښ_وباله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوي ویاند میټو میلر د ایران د خیبر توغندوي مخ ته کتنې په غبرګون کښې هغه یو ګواښ وباله.
(last modified 2023-05-25T22:22:33+00:00 )
May 26, 2023 00:51 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران د توغندي مخه کتنه ګواښ وباله

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوي ویاند میټو میلر د ایران د خیبر توغندوي مخ ته کتنې په غبرګون کښې هغه یو ګواښ وباله.

هغه پرون په واشنګټن کښې د خبریالانو په ټول کښې د ایران د نوي توغندي مخ کتنې ته د واشنګټن د غبرګون په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې  ادعا وکړه د ایران لخوا د بلاسټیک توغندیو پراختیا د نړۍ او د سیمې د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کیږي.

میلر وویل مونږ نورو هیوادونو ته د توغندیو او د توغندیو د جوړولو د ټیکنالوژۍ د ورکولو لپاره د تهران د وړتیا او د ایران د توغندوي پروګرام د ډير پرمختګ د مخنیوي لپاره د بایکاټونو په شمول د وسلو د پراختیا له بیلابیلو اوزارونو استفاده کوو.